په اوکیناوا کې خلکو د جګړې ضد پراخ لاریون کړی
CMG2023/11/24 11:35:41
شريکول:

ګڼو خلکو د جاپان د اوکيناوا ولايت په مرکز ناها ښار کې د نومبر په ٢٣مې نېټې پراخ لاريون کړی دی.

لاريونوالو د جاپان حکومت او امريکايي ځواکونو څخه غوښتنه کړې، چې اوکيناوا ولايت دې په پوځي ډګر نه بدلوي او په سوله ييزې لارې دې ستونزې حل کړي.

د اوکيناوا ښاري ټولنې دغه لاريون " اوکیناوا په جنګي ډګر د بيا بدلون مخنيوی " په عنوان په لاره اچولی و او د دغه ولايت د بېلا بېلو ځايونو کابو ۷۵۰۰ وګړو پکې برخه اخيستې وه.

د اوکيناوا ښاري ټولنې يوه غړي رسنيو ته ويلي، له دغه لاريون يې هدف دا دی، چې اوکيناوا بيا په جګړې ښکېله نه شي او خلک يې هم پوځي اډې او پناځايونه نه غواړي او دوی يوه داسې سوله ييزه ټولنه غواړي، چې ارام او ډاډه ژوند پکې وکړي.

(ژباړه: شکريه)