ډيموکراتيکه کوريا: بند پوځي اقدامات سمدستي اعاده کوو
CMG2023/11/24 11:34:20
شريکول:

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د نومبر په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې کوريا جمهوريت د ډيموکراتيکې کوريا له لوري د يوې سپوږمکۍ ويشتلو وروسته د پان مون جوم نظامي تړون د يوې برخې د ځنډولو اعلان کړی دی.

د ډيموکراتيکې کوريا دفاع وزارت د کوريا جمهوريت د ياد اعلان په غبرګون کې يوه بيانيه خپره کړې او ويلي يې دي، چې هېواد به یې سمدلاسه په ياد تړون کې بند پوځي اقدامات سمدستي اعاده کړي.

بيانيه وايي، چې ډيموکراتيکې کوريا د ځاني دفاع په هدف د څار سپوږمکۍ ويشتلې او دا یې خپل قانوني او عادلانه حق بللی دی او په ټکو يې، ډيموکراتيکه کوريا به د پوځي ترينګلتيا د مخنيوي لپاره غوره شوي ځکمني، سمندري او هوايي پوځي اقدامات لغوه کړي او د دواړو اړخونو د نظامي کرښې په شاوخوا سيمو کې به خپل پوځي موجوديت او  پياوړې عصري وسلې ځای پر ځای کړي.

(ژباړه: شکريه)