د چين استازی: منځني ختيځ کې بايد اټومي ګواښ پېښ نه شي
CMG2023/11/24 10:32:59
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ د يو پلاوي په مشرۍ د دغې نړيوالې ايجنسۍ د نومبر شورا په غونډه کې ګډون کړی او د فلسطين او اسرائيل پر روانې شخړې او د اسرائيل پر اټومي مسئلې يې خبرې کړې دي.

سفير لي سونګ په خپلې وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې د منځني ختيځ سيمې ته بايد ذروي ګواښ پېښ نه شي او دا د سيمه ييزو هېوادونو ګډه غوښتنه ده او په خبره يې، چين په منځني ختيځ کې له اټومي او ګڼ وژونکو وسلو د پاک زون د جوړېدو په پار د سيمې هېوادونو له هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د منځني ختیځ اوسنيو حالاتو ته په کتو، د اسرائيل ذروي مسئلې ته خورا پاملرنه وکړي او د اټومي وسلو نه خپراوي تړون او د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي هم بايد دغې مسئلې ته په درنه سترګه وګوري او جدي بحثونه دې پرې وکړي.

لي سونګ ويلي، اسرائيل بايد ډېر ژر د ذروي وسلو نه لرلو هېواد په حيث د اټومي وسلو نه خپراوي تړون کې شامل شي او ټول ذروي تاسيسات بايد د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ تر پوره څار لاندې راولي.