د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د نومبر په ۲۴مه اعلان وکړ، چې د رئیس شي جين پينګ ځانګړی استازی، د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو دایمي غړي او د دولتي شورا مرستیال صدراعظم دینګ شوې شیانګ به د نومبر له ۳۰مې نېټې څخه د راتلونکي دسمبر تر ۲مې نېټې پورې عربي متحده اماراتو ته لاړ شي او د نړۍ د اقلیمي بدلونونو په سرمشریزه کې به ګډون وکړي