د فنلنډ حکومت د نومبر په ۲۲مې نېټې اعلان کړی، چې د روانې مياشتې له ۲۴مې نېټې څخه به روسيې سره د کوسامو او سارا په شمول د دغه هېواد په ختيځ کې څو سرحدي بندرونه وتړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره به يوازې د راجايوسېپي سرحدي بندر پرانيستی پاتې وي.
د دغه تدبير موده د روان کال د ډسمبر تر ۲۳مې نېټې پورې ښودل شوې ده.
د فنلنډ حکومت په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د روان کال له اګست راهيسې کابو ۷۰۰ کسانو له ويزې پرته د ختیځ سرحدي بندرونو له لارې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅې کړي او د پناه غوښتنې ليکونه يې وړاندې کړي دي.
د فنلنډ حکومت ناقانونه کډوال او د سيمه ييز حالت ترينګلتيا خپل ملي امنيت او عمومي نظم ته سخت ګواښ بللی دی.
( سپوږمۍ)