د بېلاروس خارجه وزير: د وسلو کنټرول نړيوال ميکانيزم قصداً ويجاړ شوی
CMG2023/11/24 10:33:52
شريکول:

د ډله ييز امنيت تړون سازمان د خارجه او دفاع وزيرانو د شوراګانو او د امنيتي غونډې د سکريترانو کمېټې غونډه د نومبر په ۲۲مې نېټې د بېلاروس په پلازمېنې مينسک کې تر سره شوه.

د دغه نړيوال سازمان نوبتي رئيسه هېواد بېلاروس خارجه وزير الېنيک تر يادې غونډې وروسته يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د وسلو کنټرول نړيوال ميکانيزم په غمدي توګه ويجاړ شوی دی او وروستی ساری يې دا ښودلی، چې ناټو د اروپا د عادي وسلو تړون له مخې د خپلې دندې د ځنډولو اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي، د متقابل باور کمبود، د تقابل سختوالی او د ځينو لوېديځو هېوادونو غير مسؤلانه څرګندونې د وسلو کنټرول نړيوال ميکانيزم په برخه کې د نړيوال ډيالوګ د نه اعاده کېدو سبب شوې دي.

هغه زياته کړې، د پخواني نړيوال نظم په سخت بدلون سره د نړيوالو اړيکو سيستماتيک بحران په رامنځته کېدو دی او د اروپا او اسيا په لويه وچه کې پوځي او سياسي حالت د بې ساري ترينګلتيا په حال کې دي. د ناټو غړي هېوادونه د خپل پوځي بالقوه توان د پر له پسې پياوړتيا هڅه کوي او د ډله ييز امنيت تړون سازمان د غړو هېوادونو په شاوخوا کې ګڼ شمېر پوځي مانورې تر سره کوي او په خبره يې، د ډله ييز امنيت تړون سازمان ادعا کوي، چې اوسنی حالت باید ارام او د متقابل درناوي پر بنسټ بايد ډيالوګ او خبرې اترې تر سره شي.