په غزه کې به په ۲۴مه نېټه ۴ ورځنی اوربند پیل شي
CMG2023/11/24 11:10:30
شريکول:

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۳مې نېټې ويلي، چې د فلسطین په غزې تړانګې کې به د نومبر په ۲۴مې نېټې د سهار له اوو بجو څخه اوربند پیل شي او د هغو بندیانو نوملړ، چې د حماس لخوا به خوشي شي، د اسرائیل استخباراتي ادارې ته سپارل شوی دی او حماس به د دغو بندیانو لومړۍ ډله د ۲۴مې د مازدیګر په ۴ بجو خوشې کړي.

د حماس د القسام لوا په یوې اعلاميې کې ویلي، چې دغه اوربند به د روانې مياشتې په ۲۴مې نېټې د سهار په اوو بجو پیل شي او تر ۴ ورځو پورې به دوام ولري او د فلسطین ټولې وسلوالې ډلې او اسرائیل به پوځي عملیات وځنډوي.

 (هیله)