حماس او اسرائيل په غزې تړانګې کې پر ۴ ورځني اوربند هوکړه کړې او د نومبر د ۲۴مې نېټې د سهار په ۷ بجو يې رسماً نافذه کړې ده.
حماس به نن (۲۴مه نېټه) د ماسپيښين په ۴ بجو ۱۳ اسرائيلي بنديان خوشې کړي.
د څلور ورځني اوربند په بهیر کې به لږ تر لږه ۵۰ اسرائیلي ښځې او ماشومان، ۱۵۰ فلسطیني بنديان خوشي شي.
اسرائيل به د دغه لنډمهالي اوربند په جریان کې غزې تړانګې ته د تېلو او بشري مرستو رسولو اجازه ورکوي.
(ژباړه: شکريه)