د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وياند ينس لايرکي ويلي، چې د ملګرو ملتونو ارګانونو د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې له نافذېدو وروسته غزې ته د مرستو لېږدولو چارې په چټکۍ پيل کړي او اوس مهال مرستندويه توکي يې په لاريو کې د رفح بندر له لارې غزې ته د لېږدولو په لاره کې دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د غزې او اسرائیلو خلکو ته د ارامۍ ساه اخيستلو فرصت برابروي او د هغو بنديانو کورنیو ته چې د دغه تړون له مخې به ژر خوشي شي، خوښي څرګندوي .