حماس او اسرائيل په غزې تړانګې کې پر ۴ ورځني اوربند هوکړه کړې او د نومبر د ۲۴مې د سهار په ۷ بجو يې رسماً نافذه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په ځايي وخت د نومبر په ۲۴مه وویل، چې ملګرو ملتونو د همدې ورځې په سهار په غزې تړانګې کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د لنډمهالي اوربند د نافذېدو په ترڅ کې دغې تړانګې ته د بشري مرستیو د لېږدولو کچه لوړه کړې.
حماس او اسرائيل په ځايي وخت د نومبر په ۲۴مه نېټه د هوکړې له مخې د لومړۍ جوپې د بنديانو تبادله تر سره کړه.
د حماس د سياسي بيورو مشر اسماعیل حنیه د بنديانو له تبادلې وروسته اعلان وکړ، چې د دې سازمان موخه دا ده، چې د خپلو ټولو زندانیانو پر تبادلې هوکړه وکړي او پر غزې د ټولو بنديزونو لغوه کړي.