سږکال د چين او یوروګوای ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۳۵مه کاليزه سره برابر دی. د یوروګوای ولسمشر لويس البېرتو لاکالی پو د نومبر له ۲۰مې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. دا د هغه لومړی ځل دی، چې د یوروګوای د ولسمشر په توګه له چين څخه رسمي لیدنه کوي.
نوموړي د يادې ليدنې په ترڅ کې د چين ميډيا ګروپ سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې چین د دود او عصر د پيوستون يوه ښه بېلګه ده.
کله چې د چين او یوروګوای ترمنځ دوستي يې ياده شوه ، هغه له چين څخه مننه وکړه چې په یوروګوای کې د کرونا وبا د سختې خپرېدو په وخت کې يې خپل واکسين شريک کړل. د هغه په خبره، هر څومره چې وضعيت ښه یا سخت وي، چين تل يو ښه ملګری دی.
نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د سوداګريزو چارو او کلتوري تبادلو په برخو کې نورې زياتې همکارۍ وکړي.