د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۴ مه د چين مطالعاتو د نړيوالې غونډې شانګهای فورمته د مبارکۍ پیغام واستاوه.
شي جین پينګ په دغه پيغام کې وویل، د چين مطالعاتو کې نه يوازې د چين د تاریخ، بلکې د دغه هېواد د اوسني پرمختګ اړوند معلومات هم شامل دي. چيني تمدن لرغونی تاريخ لري او د نړۍ له نورو تمدنونو سره د متقابلې زده کړې په جريان کې یې پرمختګ کړی او د چيني شکله عصري کېدو بهیر ته يې بنسټ جوړ کړی دی.
شي جین پينګ وويل، خلک د چين د تاریخ او کلتور په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ښه پېژندلی شي او هېوادونه د تمدن په متقابلې زده کړې سره ګډ پرمختګ موندلی شي.
نوموړي هيله وښوده، چې په ياد فورم کې ګډونوالو کارپوهانو په پرانيستې رويې او ټولشموليت د چين مطالعاتو څېړنې پرمخ يوسي، د چيني او بهرنيو تمدنونو متقابلې زده کړې ته وده ورکړي او د نړيوال تمدن د تنوع او سمسورتيا لپاره کار وکړي.
ياد فورم د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او د شانګهای ښاروالۍ لخوا جوړ شوی.