د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مسئول د نومبر په ۲۴مه د دغې کمېټې په مطبوعاتي غونډه کې وویل ، چې په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو د کمربند او لارې په ګډه ابادۍ کې ګډون کړی او په دې بهير کې يې يو لړ مهم او لوی تاريخي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۳م کال څخه د ۲۰۲۳م کال تر اکتوبر پورې، د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه له ۲۱ ټریليون ډالرو څخه اوښتې. د دې تر څنګ په دغو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو عمومي اندازه له ۲۷۰ ميليارډو ډالرو څخه هم اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه ، چې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکي اورګاډي د تګ راتګ شمېر له ۸۱ زرو څخه زيات شوی، چې د اروپا د ۲۵ هېوادونو ۲۱۷ ښارونو ته رسېږي. چين پلان لري، چې په راتلونکي کې د دې اورګاډي ټرانسپورټي شبکه لا پسې پراخه کړي.