ولې ډیجیټلي تجارت د پرمختګ نوی انجن ګرځېدلی؟
CMG2023/11/25 12:58:04
شريکول:

د ډیجیټل سوداګرۍ دوهم نړیوال نندارتون د نومبر په ۲۳مه پرانیستل شو. دا په چين کې يوازينی ملي، نړيوال او مسلکي نندارتون دی، چې ډيجيټلي سوداګري یې موضوع ده. 

د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغه نندارتون ته د مبارکۍ پيغام کې هیله  وښوده، چې بېلا بېلې خواوې په  بشپړ ډول د دغه نندارتون له لارې ډیجیټل تجارت د پرمختګ نوی انجن وګرځي او د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

اوس په نړۍ کې نړیوال ډیجیټلي تجارت وده کوي او د نړیوالې سوداګرۍ نوې نښه ګرځېدلې ده. ولې ډیجیټلي تجارت د پرمختګ نوی انجن ګرځېدلی؟ ډیجیټل تجارت د عصري معلوماتي او ډيجيټلي شبکې په وسیله د سوداګرۍ نوې بڼه ده. 

 په دودیزه سوداګرۍ کې د مخامخ خبرو اترو پر ځای، ډیجیټل تجارت د هېوادونو او سیمو ترمنځ فزیکي سرحدونه ماتوي او په نړیوال سوداګریز ماډل، جوړښت او قواعدو باندې يې ژوره اغېره لري او د مالونو د سوداګرۍ او خدماتو سوداګرۍ د پرمختګ لپاره يې نوی خوځنده ځواک ورکړی. ډیجیټلي تجارت او د مالونو او خدماتو سوداګرۍ  د چین د سوداګریز ځواک د جوړولو درې مهمې برخې دي.

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ډيجيټل سوداګرۍ پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. سږ کال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د ډله ييزو زده کړو د اتمې غونډې د مشري کولو په ترڅ کې هغه دې ته اشاره وکړه، چې باید د يو پياوړي سوداګريز هېواد د ابادۍ بهیر چټک کړو، د مالونو د سوداګرۍ د لوړولو، د خدمتي سوداګرۍ نوښت او ډیجیټلي تجارت د پرمختګ لپاره کوښښ وکړو.

 رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۳م کال د خدمتي سوداګرۍ په نړيوال نندارتون کې  په خپلې ويډيويي ويناوو کې په جلا جلا توګه د ډيجيټلي سوداګرۍ پر پرمختګ ټينګار وکړ.

اوس مهال، ډیجیټلي ټېکنالوژي په چټکۍ سره وده کوي او ډیجیټلي اقتصاد په ژوره توګه د دودیز اقتصادي پرمختګ ماډل بدلوي. له نړیوال سوداګريز پرمختګ سره سره ، ډیجیټلي تجارت د راتلونکي پرمختګ لارښود دی.

د چين د دولتي شورا د پرمختيايي څېړنيز مرکز او د چين د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ اکاډمۍ د روان کال په سپتمبر کې د «۲۰۲۳م کال د ډيجيټلي سوداګریز پرمختګ او همکارۍ راپور» خپور کړ، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د نړيوال ډيجيټلي خدماتو سوداګریزه کچه ۳.۸۲ تريليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې د نړیوال خدماتي سوداګرۍ ۵۳،۷ سلنه حوړوي.

د ډیجیټل سوداګرۍ په دوهم نړیوال نندارتون کې د ډیجیټلي سوداګرۍ په مرسته، د بې چلوونکي موټرونو په شمول ډېر څه نورې نوې ټیکنالوژۍ، نوي محصولات او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي، چې نه یوازې  په زرګونو چارو ته خوځنده ځواک او حیاتي بڼه ورکوي، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو لپاره د ښه ژوند ژوروالی او پراخوالی هم پراخوي.

په افريقا، جنوب ختيځې اسيا او لاتينې امريکا کې د ډيجيټلي سوداګرۍ د بنسټيزو تاسيساتو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د چين پانګونه په چټکۍ سره وده کړې، چې په ځايي اقتصاد کې يې ستر بدلون راوستی او په نړيوال ډيجيټل بازار کې يې د ځايي ګډون کوونکو کچه لوړه کړې ده.

د نړيوال اقتصاد د پېچلو حالاتو او ګڼو ننګونو په وړاندې، ورخلاصون او همکاري له ننګونو سره د مقابلې او د ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره مناسب انتخاب دی. د ډيجيټلي سوداګرۍ نندارتون د پرانيستي نړيوال اقتصاد لپاره د چين د ټينګ ملاتړ څرګندونه کوي.

د چین د سوداګرۍ د پياوړتیا لاره له نړۍ څخه نه شي بېلېدای او د نړۍ د سمسورتيا او پرمختګ لپاره چين ته نوره هم اړتيا  ده.