په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسيا د اقتصادونو ځانګړې غونډه پيل شوه
CMG2023/11/25 11:57:34
شريکول:

د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسيا د اقتصادونو ځانګړې غونډه د نومبر په ۲۴ مه د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې پيل شوه.

د اذربايجان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د هنګري او ګرجستان صدراعظمانو په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسیا د اقتصادونو ځانګړی پلان په ۱۹۹۸م کال کې پيل شو او د غونډو مشري يې دملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنيزې شورا د اروپا اقتصادي ټولنې او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او ټولنيزې کمېټې لخوا او عملي چارې يې د ملګرو ملتونو د سکریتريت، په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو د دفتر او يوشمېر نورو ارګانونو لخوا ترسره کېږي. په دغه پلان کې د قزاقستان، قرغېزستان،  تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا  پنځه هېوادونه او اذربایجان او افغانستان ګډون لري.