د ترکيې د بهرنیو چارو وزير هاکان فدان په ځايي وخت د نومبر په ۲۴مه ، وویل، چې هېواد به يې يو ځل بيا د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې مذاکراتو مشري وکړي. هغه دې ته اشاره وکړه، چې سولې ته رسېدل د بېلابېلو خواوو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
ترکيه د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو له پېښېدو وروسته څو څو ځله د منځګړي هېواد د ګرځېدو غوښتنه کړې او هیله يې ښودلې، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي. د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۹مه ، د روسيې او اوکراين ترمنځ وروستي مذاکرات د ترکیې په استامبول کې تر سره شول، خو اوکراين له روسيې سره د سولې تړون نه دی لاسليک کړی.