چین د ډیجیټلي تجارت په مرسته نړۍ سره وصل کړی
CMG2023/11/26 15:27:18
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پینګ په دې وروستیو کې د ډیجیټل سوداګرۍ دوهم نړیوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه. هغه په پيغام کې ویلي چې اوس په نړۍ کې ډیجیټلي تجارت د ودې په حال کې دی چې په نړیواله سوداګرۍ کې نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی. په دې وروستيو کلونو کې چين په فعاله توګه د لوړ معيار نړيوال اقتصادي او سوداګريز اصولو سره سمون لري، د ډیجیټلي تجارت د ادارې سيستم يې جوړ او بشپړ کړی، د ډیجیټلي تجارت اصلاحاتو او نوښت ته يې وده ورکړې او په پرله پسې توګه د چين له نوي پرمختګ سره نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي دي. اوس مهال ډیجیټلي تجارت د چين د پرمختګ لپاره يو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

د جنوبي افريقا د کوچنيو تصدیو د پرمختګ وزيرې سترا ندابيني ابراهنس وويل، چين د ډیجیټلي تجارت په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او تر ټولو مهمه دا چې همکارۍ دې نورو وچو ته هم وغځول شي. دا کولی شي موږ ته د افریقا په وچه کې ګټه ورسوي.

د دغه نندارتون د جوړېدو له لارې نړۍ ته د ډیجیټلي تجارت د پرمختګ او د نړیوال اقتصاد د سمسورتیا لپاره د چین ټينګ هوډ څرګندېږي او د نړیوالې ډيجيټلي سوداګرۍ د پرمخبیولو لپاره ډګر برابرېږي.  

د چین د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګریس راهيسې، رئیس شي جين پینګ ډیجیټلي تجارت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د ډیجیټلي تجارت د پرمختګ، د ډیجیټلي تجارت د غښتلي هېواد د ابادۍ، د ډیجیټلي تجارتمظاهرې سیمې د جوړولو او د ډیجیټلي تجارت د اصلاحاتو او نوښت په شمول یو لو تګلارې وړاندې کړل چې د چين د ډیجیټلي تجارت پرمختګ چټک کړی دی.

د ډیجیټلي تجارت د یوې مهمې برخې په توګه، په چین کې د انلاين بهرنې سوداګرۍ د  پرمختګ پیمانه او د ودې کچه اوس په نړۍ کې په لومړي سر کې ځای لري. د چين د مالونو په وارداتو او صادراتو کې د انلاين بهرنې سوداګرۍ انډول په ۲۰۱۵م کال کې له ۱ سلنې څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۵ سلنې ته لوړه شوې ده. د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې په چین کې د انلاين بهرنې سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو اندازه ۱،۷ تریلیونو یوانو ته رسېدلې ده چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۴ سلنه زیاتوالی موندلی، چې د ورته مودې په اوږدو کې د مالونو په وارداتو او صادراتو کې ۵،۵ سلنه جوړوي.  

نن ورځ ډیجیټلي تجارت د چین لپاره له نړۍ سره د نښلولو نوی خوځنده ځواک دی. د ډیجیټلي ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي خدمتونو په شمول بېلا بېلې نوې چارې ډېر پرمختګ موندلی دی. بر سېره پر دې، د ډیجیټلي خدماتو د صادراتو اډې د ډیجیټلي سوداګرۍ لپاره مهم ډګرونه ګرځېدلي دي. په چین کې د ډیجیټلي خدماتو د صادراتو ۱۲ اډې تېر کال د ډیجیټلي خدماتو صادراتو کې ۱۹،۳ ملیارډ امریکایي ډالر بشپړ کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۶،۱ سلنه زیاتوالی لري.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيال څوی وې جي وويل، ډيجيټلي تجارت د مالونو د سوداګرۍ او خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړی او د چين لپاره د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ نوې بڼه ګرځېدلې ده. دغه راز ډيجيټلي تجارت د بهرنۍ سوداګرۍ د لوړ کيفيت د پرمختګ او د سوداګريز غښتلي هېواد د جوړولو بهیر د چټکتيا لپاره هم  مهم ملاتړ برابر کړی دی چې بهرنۍ نړۍ ته د چین د لوړې کچې پرانیستلو، په نړۍ کې د کار کولو مقام د لوړتیا لپاره قوي ځواکونه رامنځته کړي.