د امريکا د اې پي اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د نومبر په ۲۵مه نېټه، د امريکا د فلوريدا ایالت په يو هوټل کې د ډزو له امله يو درې کلن ماشوم وژل شوی دی.
ځايي پوليسو ويلي، چې ياده پېښه د همدې ورځې د سهار په ۸ بجو وشوه. تر اوسه پورې د دې پېښې جزئيات نه دي معلوم شوي او پوليس يې په پلټنه بوخت دي.