د ماداګاسکار د خپلواکو ټاکنو ملي کمېسيون د نومبر په ۲۵مه نېټه د دې هېواد د ولسمشريزو ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان کړې، چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر اندي نيرينا راجويلينا له ۵۰ سلنې څخه زياتو رايو په تر لاسه کولو سره ټاکنې ګټلې دي.
د ماداګاسکار د قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو د لومړۍ پايلې له اعلان وروسته به د دې هېواد ستره محکمه په ۹ ورځو کې دغه لومړۍ پايلې تاييد کړي او وروسته به اخري پايلې اعلان کړي.