د سوډان د پلازمېنې په شاوخوا کې روانې شخړې لسګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/11/26 14:37:42
شريکول:

په ځايي وخت د نومبر په ۲۵مه نېټه، د سوډان وسله وال پوځ او چټک مرستندويه پوځ په دومداره توګه د پلازمېنې خرطوم، شمالي خرطوم او اومدورمان په شمول د درېو ښارونو په سيمه کې ډزې کړې. د خرطوم ښار په مرکز کې د ځمکني پوځ د قومانداني پر شاوخوا او د خرطوم په جنوب کې پر يو استوګنځي سخت هوايي بريدونه شوي دي. د دې تر څنګ، د شخړو دوو ښکېلو خواوو په اومدورمان ښار کې يو پر بل د توپونو ډزې کړې.
د سوډان د مقابلې کمیټې د نومبر په ۲۵مه نېټه ويلي، چې يادې شخړې لسګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.