حماس د نومبر د ۲۵مې نېټې په شپه ويلي، چې دغه سازمان په همدې ورځ ۱۳ اسرائيلي بنديان او۴ نور بهرنيان خوشي کړي او د سره صليب نړيوالې کميټې ته يې سپارلي دي.
د فلسطين ټلويزيون د نومبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړی، چې د فلسطیني بنديانو لېږدونکی بس د همدې ورځې په سهار د اردن سيند د لوېديځې غاړې د اسرائيل له اوفر زندان څخه حرکت کړی. د فلسطين د بنديانو د چارو کمیټې د لېسټ له مخې، په عمومي توګه ۳۹ فلسطينيان خوشي شوي، چې اکثر يې د اردن سيند د لوېديځې غاړې او د ختيځ بيت المقدس سيمې کسان دي.