د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني د نومبر په ۲۵ مه د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره ټيلېفوني خبرې وکړې او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د نوي وضعيت ، په تېره بيا د اسرائیلو او فلسطين ترمنځ د اوربند هوکړې د عملي کېدو د وضعيت په اړه يې بحثونه کړي دي.
تميم بن حمد آل ثاني له جوبايډن سره په خبرو کې ويلي چې نړيواله ټولنه باید په ګډو هڅو د فلسطين او اسرائيلو وضعيت ارام کړي، عام خلک باید خوندي وساتي او غزې ته دې زياتې بشري مرستې وليږدوي.
نوموړي همدارنګه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د شخړو ښکيلې خواوې د نړیوال قانون او نړیوال بشري قانون مراعات کولو ته وهڅوي.