د غزې شمالي ته په مرستو بار ۶۱ موټر رسېدلي دي
CMG2023/11/26 11:58:23
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د نومبر په ۲۵ مه خبر ورکړ چې ۶۱ موټر چې مرستې پکې بار دي په همدې ورځ د غزې شمال ته رسېدلي او دا د فلسطين او اسرائیلو ترمنځ د روان پړاو شخړو له پيل راهيسې يادې سيمې ته د ليږدول شوو مرستو تر ټولو لويه جوپه ده چې پکې خوراکي توکي، اوبه او طبي مواد شامل دي.

 دغه راز اوسمهال ۱۱ امبولانسونه، ۳ بسونه او ۱ ټيلر په غزې کې د تر ټولو لوی روغتون په لور روان دي چې نورو امنو ځايونو ته به ناروغان او طبي کارکوونکي انتقال کړي.