د چين، جاپان او کوريا جمهوریت د بهرنيو چارو وزيرانو لسمه غونډه په بوسان کې تر سره شوه
CMG2023/11/27 11:11:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۶مه نېټه د کوريا جمهوريت په بوسان کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير پارک جين او د جاپان د بهرنيو چارو له وزيرې يوکو کاميکاوا سره په ګډه د درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په لسمه غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ همکارۍ په ختيځې اسيا کې يو داسې څو اړخیز همکاريز چوکاټ دی چې د ميکانيزم کېدو سويه لوړه  او همکاريزې برخې يې ډېرې او همکاريزه محتوا يې غني هم ده. د دې همکاريز ميکانيزم له کبله د درېيو هېوادونو خلک ترې برخمن شوي  او هېوادونو يې هم پرمختګ موندلی دی. د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ له همکارۍ او پرمختګ څخه ښکاري چې دغه همکاري ژور بنسټ، قوي اړتياوې، پرمختيایي امکانات او ښه راتلونکی لري. د نړيوالو بدلونونو د چټکتيا او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د ورووالي پر وړاندې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت بايد په لازيات زیار سره د سيمه ييز او نړيوال پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره مثبت رول ولوبوي. چين به له ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب د ساتلو تګلارې ته ادامه ورکړي او د کوريا جمهوريت او جاپان سره يو ځای به په سم لور د درېیو هېوادونو د همکاريو د روانېدو او په سالمه او ثابته توګه د دواملرونکي پرمختګ د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي څو د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې د درېیو هېوادونو د همکاريو د بيا پيل په درشل کې دا لازمه ده چې د درې اړخيز همکاريز بهير او لاسته راوړنو یادونه وکړو، پر خپلې اصلې موخې دې ټينګار وکړو او په ټاکلي لوري کې دې د درېیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د راتلونکي لس کلن لرليد په شمول د مشرانو د ګډو نظريو د پلي کولو لپاره هڅې وکړو. دا تر ټولو مهمه دنده ده چې اړوندې خواوې دې تاريخي حقيقت ته سم وګوري او د لرليد په کتو سره د پرمختيایي لارو او کليدي ګټو ته درناوی ولري، په سمه توګه دې حساسې مسئلې حل کړي، ښې دوه اړخيزې اړيکې دې وساتي او د درېیو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د هر اړخيز پيل او په ثبات کې د دغې همکارۍ د پياوړتيا لپاره کلک بنسټ کېږدي. لرليد ته په کتو سره موږ بايد له نوي حالت او چاپېريال سره سم دغې همکارۍ ته پرمختګ ورکړو.

پارک جين او يوکو کاميکاوا د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د پرمختګ مثبته ارزونه وکړه او په دې اند دي چې درې هېوادونه ګاونډيان دي او د درېيو هېوادونو همکاري ستر اهميت او ډېر امکانات لري. د نوي حالت پر وړاندې درې هېوادونه بايد د اصلي همکاريزې موخې بيا کتنه وکړي، خپلمنځي تبادلې او په بېلا بېلو برخو کې خپله همکاري دې پياوړې کړي څو لازياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او خلک به يې ترې ګټې واخلي. درې خواوې د اقتصاد او سوداګرۍ، ساينس او تخنيکونو، ډيجيټلي کېدو، کلتوري تبادلې، د چاپېريال ساتنې او د زړښت په برخو کې رښتينې همکاري وکړي او په پر له پسې توګه به خپلې ګډې ګټې زياتې کړي. د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ همکاري کولی شي چې خپله همکاريزه ساحه له شمال ختيځې اسيا څخه نورو سيمو ته پراخه کړي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره مثبت رول ولوبوي. په ورته وخت کې درې هېوادونه بايد په پرانيستې رويې سره له نورو هېوادونو سره د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي څو لازياتو هېوادونو او سيمو ته ګټې راوړي.

درېیو خواوو پر دې موافقه کړې چې د درېيو هېوادونو د مشرانو د غونډې لپاره ښه زمينه برابره کړي او د چمتووالي اړوند چارې تر سره کړي.

دغه راز درېیو خواوو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې. وانګ يي په خپلو خبرو کې زياته کړې چې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت په اسيا او ارام سمندر سيمې کې مهم هېوادونه ګڼل کیږي او د پېچلي او بدلېدونکي حالت پر وړاندې بايد د سيمې سولې، پرمختګ او د خلکو ګټو ته پاملرنه وکړي، سيمه يیزې همکارۍ دې پياوړې کړي، په ګډه سره دې له ننګونو او چلنجونو سره مقابله وکړي او د سيمې سوله او سمسورتيا دې وساتي.