يو شمېر ناپېژندو وسله والو د نومبر د ۲۶مې نېټې په سهار وختي د سیرالیون په پلازمینې فریتون کې د پوځي کمپ پر وسله تون برید کړی دی.
دغه بريد د سیرالیون حکومت اړ کړی، چې په همدې سهار په ټول هېواد کې د شپې پر ګرځېدو بنديز ولګوي.
د سیرالیون مطبوعاتي او روزنيزې ادارې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې يو شمېر ناپېژندو وسله والو د نومبر د ۲۶ مې نېټې په سهار هڅه وکړه، چې د ويلبرفورس پوځي وسله تون ته ننوځي، خو د دغه هېواد امنيتي ځواکونو پر شا تمبولي دي.
اعلاميه وايي، چې امنیتي ځواکونو وضعیت تر کنټرول لاندې راوستلی او دمګړۍ يې په ټول هېواد کې د بريدګرو د نېولو په پار د شپې ګرځبنديز لګولی دی.
په اعلاميې کې د ګرځبندیز د پای وخت نه دی ياد شوی او له ټولو خلکو يې غوښتي، چې له ماښام وروسته په خپلو کورونو کې پاتې شي.