سوريه: اسرائيلي ځواکونو د نړیوال هوايي ډګر په شمول د پلازمېنې دمشق پر څو ځایونو هوايي بریدونه کړي
CMG2023/11/27 11:02:47
شريکول:

د سوريې پوځ د نومبر په ۲۶ مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د سوریې د پلازمینې دمشق پر نړیوال هوایي ډګر او ورڅېرمه څو سیمو هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې د ياد هوایي ډګر خدامات ځنډول شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې د مازديګر په څلورو بجو او ۵۰ دقيقو له اشغال شوي ګولان لوړو څخه د دمشق پر نړیوال هوايي ډګر او په ورڅېرمه څو ځایونو توغندیز بریدونه کړي، چې له امله يې د دمشق نړیوال هوايي ډګر ځينو تاسیساتو ته زيانونه اوښتي او د الوتکو پرمخ د هوايي ډګر چارې ځنډېدلې دي.

اعلاميه زياتوي، چې د سوریې هوايي دفاعي سیسټم د اسرائيلي ځواکونو "زياتره توغندي" په هوا کې شنډ کړي دي.

په اعلاميې کې د انساني مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.