د چین، جاپان او کوریا جمهوریت د بهرنيو چارو وزيرانو د نومبر په ۲۶مې نېټې د کوریا جمهوریا په بوسان ښار کې غونډه ترسره کړې ده.
د چین بهرنيو چارو وزير وانګ يي دغې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د درې واړو هېودونو خارجه وزیران له څلور کلن ځنډ وروسته خپلمنځي غونډه ترسره کوي او په خبره يې، چين به د دوستانه ګاونډيتوب او ملګرتيا د اصولو له مخې له دواړو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، چې خپلمنځي همکارۍ عادي مدار ته را وګرځوي
سږکال د چين او کوريا جمهوریت ترمنځ د اړيکو د ټینګېدو ۳۱ مه کليزه او د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليک ۴۵ مه کليزه ده.