د چين د احصائيې ملي ادارې خبر ورکړی، چې له مخې يې، د روان کال په تېرو لسو مياشتو(جنورۍ ـ اکټوبر) کې د دغه هېواد د لويو صنعتي تصديو عمومي ګټې ۶ ټريليونه او ۱۱۵ ميليارډه او ۴۲۰ ميليونه يوانه وې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ٪ ۷.۸ کموالی ښيي او د کموالي سرعت يې د روان کال د تېرو نهو مياشتو په پرتله ٪ ۱.۲ ټيټ و.