روسيه: د اوکراین ۹ بېپيلوټه الوتکې مو رانسکورې کړي
CMG2023/11/27 11:05:58
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د نومبر په ۲۶مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار يې هوايي دفاعي سيسټم په مسکو، تولا، کالوګا او برايانسک ايالتونو کې ۹ بېپيلوټه الوتکې له منځه وړې دي.

د مسکو ښاروال له دې مخکې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي وو، چې د ۲۶مې نېټې په سهار وختي د اوکراين څو بېپیلوټه الوتکې د مسکو په لور روانې وې، چې هوايي دفاعي سیسټم يې له منځه وړي او چا ته پکې مرګژوبله يا مالي زيان نه دی اوښتی.

د براینسک والي هم په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې په دغه ایالت کې ځای پر ځای شوي هوایي دفاعي سیسټم نن سهار دوه اوکراينۍ بېپیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.

(ژباړه: شکريه)