د چین د پټلۍ ګروپ يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د روان کال په تېرو ۱۰ مياشتو کې په دغه هېواد کې د اورګاډو په وسیله د لېږدول شويو مسافرو شمېر ۳.۳ ميليارډو ته رسېدلی، چې دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۱۱۹ سلنه زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
د چین د پټلۍ ګروپ ويلي، چې په تېر سپتمبر کې د اورګاډو ټکټونو د پلور او د لېږدول شويو مسافرو ورځنۍ شمېرې د تېر په پرتله د پام وړ زياتې وې.
(ژباړه: شکريه)