حماس او اسرائيل د بنديانو د تبادلې ۳ پړاو بشپړ کړ
CMG2023/11/27 10:38:57
شريکول:

حماس او اسرائيل د نومبر په ۲۶مې نېټې د لنډمهالي اوربند هوکړې سره سم د بنديانو د تبادلې دريم پړاو بشپړ کړی، خو اسرائيلي ځواکونو په ورته وخت کې د اردن سيند پر لوېديځې غاړې بريدونه کړي، چې له امله يې فلسطينيانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

حماس په یوې اعلامیې کې د لنډمهالي اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده.

حماس ويلي، چې په همدې ورځ يې د سره صليب نړيوالې کمېټې ته ١٧ بنديان سپارلي، چې پکې ١٣ اسرائيليان، درې تايلنډيان او يو روسي وګړى شامل دي.

اسرائيلي ځواکونو ویلي، چې د حماس له خوا له خوشې شویو ۱۷ کسانو څخه ۱۲ یې اسرائيلي پوځي اډې ته وړل شوي او له ساده طبي معایناتو وروسته روغتونونو ته وړل شوي او يو کس یې په چورلکې کې روغتون ته رسول شوی او پاتې څلور کسان یې د رفح بندر له لارې مصر ته رسیدلي دي.

د فلسطين خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې اسرائيل په همدې شپه د اردن سيند د لوېديځې غاړې له زندان څخه ۳۹ فلسطيني تنکي ځوانان خوشي کړي او دوی په موټر کې رام الله ښار ته رسیدلي دي.

(ژباړه: شکريه)