په سومالیا کې سختو سيلابونو نږدې سل کسان وژلي
CMG2023/11/27 11:01:53
شريکول:

د سوماليا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د نومبر په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې له تېرې میاشتې راهيسې په دغه هېواد کې د پرله پسې سختو بارانونو له امله زورور سيلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۹۶ کسان يې وژلي دي.

خبر وايي، چې په سوماليا کې سختو بارانونو او سيلابونو شاوخوا ۲.۳ ميليونه کسان اغېزمن کړي دي.

د سومالیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد مولم خبري رسنيو ته ويلي، چې يادو سیلابونو زیات شمېر بنسټیز تاسیسات او کورونه هم ويجاړ کړي او تر ۹۰۰ زرو ډېر خلک یې بېځایه کړي دي.

د خواړو نړيوال پروګرام خبر ورکړی، چې د وروستیو کلونو سختې هوا او اقليمي بدلون په سومالیا کې د لوږې کچه بې سارې لوړه کړې ده.

سومالیا له ۴۰ کلونو راهيسې له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ ده او اوسني سخت سيلابونه يې ډېر سخت او تېرې لسیزې کې بې ساري بلل شوي دي.