بېجينګ: د ماليزيا له لوري چينايانو ته له وېزې پرته د ورتګ تګلارې هرکلی کوو
CMG2023/11/28 10:57:07
شريکول:

چين د نومبر په ۲۴مې نېټې اعلان وکړ، چې ماليزيايي وګړي کولی شي، چې پرته له وېزې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ماليزيا صدراعظم داتو سيري انور بن ابراهيم د نومبر په ۲۶مې نېټې د چين د ياد اعلان هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چينايان کولی شي، له وېزې پرته د دېرشو ورځو لپاره ماليزيا ته سفر وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د نومبر په ۲۷مې نېټې د ماليزيا د ياد خبر د هرکلي تر څنګ ويلي، چې هېواد يې غواړي له ماليزیا سره د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي همکاريو او کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او په دغې برخې کې لازياتې لاسته راوړنې ولري.