د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين د مالونو د باربرۍ عمومي ارزښت۹.۴سلنه زيات شوی
CMG2023/11/28 14:54:43
شريکول:

د چين د مالونو د لوجستيک او د پېر ګډې ټولنې د نومبر په ۲۸مې نېټې په تېرو لسو مياشتو(جنورۍ ـ اکتوبر) کې د دغه هېواد د مالونو د باربرۍ شمېرې خپرې کړې دي.

شمېرې ښيي، چې د روان کال په اکتوبر کې د چين د توکو د باربرۍ عمومي ارزښت پرمختيایي انډول په ثابت ډول زيات شوی، جوړښت يې لا ښه شوی او اړتياوې يې د ښه کېدو په حال کې وې او په دغې برخې کې نوي صنعتي موډل مثبت رول لوبولی دی.

د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين د مالونو د باربرۍ عمومي ارزښت ۲۷۸۳۰۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه نهه زياتوالی ښيي او پرمختيايي انډول يې له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه يو زيات شوی دی. د روان کال په اکتوبر کې دغه رقم په سلو کې پنځه اعشاريه يو زياتوالی ښودلی، چې دا د سپتمبر په پرتله صفر اعشاريه درې لوړ شوی دی.

وروستي تمايلاتو ته په کتو، د چين د مالونو د باربرۍ د عمومي ارزښت پرمختيايي انډول مياشت په مياشت مخ په لوړېدو دی.

(غاټول)