حماس او اسرائیل هوکړه کړې، چې په غزه کې روان اوربند دوه ورځې وغځوي
CMG2023/11/28 10:30:52
شريکول:

د قطر بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ٢٧مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې حماس او اسرائيل موافقه کړې، چې په غزه کې روان اوربند دوه ورځې نور هم وغځوي.

حماس هم په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د خبرو اترو پلاوي يې له مصر او قطر سره موافقه کړې، چې په غزه کې روان اوربند دوه ورځې نور هم زيات کړي.