په سه چوان کې د ۲۰۲۳م کال د پانډا باسي د سولې او دوستۍ فورم ترسره شو
CMG2023/11/28 21:16:59
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د پانډا باسي د سولې او دوستۍ فورم  د جنورۍ په ۲۸ مه د چين د سه چوان ولایت په دو جيانګ يان ښار کې د چین د نړيوالو دوستانه اړيکو ټولنې او چين میډيا ګروپ لخوا ترسره شو او پکې د امریکا، ایټاليا، بېلجیک، قطر، مراکش او سريلانکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو استازو ، د سه چوان ولایت د ايکولوژۍ او چاپيريال ساتنې ادارې او د دغه ولایت د کرنې او کليوالو سيمو چارو ادارې په ګډون د يو شمېر ارګانونو مسوولينو ګډون کړی و.

د چين د نړيوالو دوستانه اړيکو ټولنې د رئیس چنګ ګوه پينګ په وينا ، د دغه فورم هدف دا دی چې خلکو ته د پانډا باسي کيسه ووايي او په چيني کلتور کې د دوستۍ په اړه مفکوره وپېژني.

پانډا باسي د چين په فوجو ښار کې ۳۳ کلن ژوند کړی و او د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې مړ شو چې عمر يې په نړۍ کې تر ټولو پانډاګانو اوږد و. دغه پانډا په ۱۹۸۷م کال کې امريکا ته لیږدول شوی و او د سولې او دوستۍ د استازي په توګه بلل شوی و.