موراویکي د پولنډ د صدراعظم په توګه لوړه وکړه
CMG2023/11/28 11:09:19
شريکول:

ماتيوز موراويکي د نومبر په ۲۷مې نېټې د پولنډ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اندرزيج دودا په حضور کې د صدراعظم په حیث لوړه وکړه.

د ماتيوز موراويکي په مشرۍ د پولنډ نوې کابېنه به په راتلونکو ۱۴ ورځو کې له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړي.

د پولنډ عوامو مجلس ۴۶۰ څوکۍ او سنا مجلس يې ۱۰۰ څوکۍ لري.

د پولنډ پارلماني ټاکنې د تېر اکتوبر په ۱۵مې نېټې ترسره شوې، چې د دغه هېواد د قانون او عدالت ګوند پکې د عوامو مجلس تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي، خو غوڅ اکثريت يا له نيمايي ډېرې څوکۍ يې نه دي خپلې کړي او یوازې ۱۹۴ څوکۍ يې ګټلې دي.

د پولنډ ولسمشر اندرزيج دودا د نومبر په پیل کې ويلي وو، چې د پارلماني ټاکنو له قانون سره سم، کوم ګوند چې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي، نو تر نورو مخکې د راتلونکي حکومت او کابېنې د جوړولو فرصت به ولري او دغه حق يې د قانون او عدالت ګوند مشر موراویکي ته سپارلی دی.

(ژباړه: شکريه)