چین، جاپان او کوریا جمهوریت د درې اړخیزو همکاریو په هکله یو لړ موافقې وکړې
CMG2023/11/28 14:48:42
شريکول:

د چین، جاپان او کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو لسمه غونډه د نومبر په ۲۶مه نېټه ترسره شوه، دا د دریو وزیرانو تر څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا سره مخامخ ملاقات و. دوی د درې اړخیزو همکاريو په هکله یو لړ موافقې کړې او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې یې هم وکړې. د رسنیو د خبر له مخې، د درېیو وزیرانو دغې غونډې د یادو درېیو هېوادونو د مشرانو ملاقات لپاره زمینه برابره کړې ده.

چین، جاپان او کوریا جمهوریت نږدې ګاونډیان دي، د درېیو خواوو ترمنځ د همکارۍ میکانیزم په ۱۹۹۹م کال کې جوړ شو او په اسیا  کې یو لویه اغېزه لرونکی همکاریز میکانیزم ګرځېدلی چې د درېیو هېوادونو او حتی د اسیا د عصري پرمختګ لپاره مهم خوځنده قوت یې برابر کړی دی.

په تېرو څو کلونو کې د نړۍ په سیاسي چوکاټ کې ستر بدلون رامنځته شوی، د یو بل لوی هېواد په لمسونې سره، په اسیا کې تقابل او جلا کېدنه راپورته شوې. بله خوا، د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله، د چین، جاپان او کوریا جمهوریت د وزیرانو غونډې او د مشرانو ملاقات میکانیزم په لنډمهالي توګه ځنډول شوی و. شنونکي په اشارې وویل، چې د چین او امریکې مشرانو په سانفرانسیسکو کې بریالي ملاقات د چین او جاپان، د چین او کوریا جمهوریت ترمنځ د ډيپلوماتیک تماس لپاره ګټوره زمینه برابره کړې ده. یو بل لامل دا دی چې اوس د نړیوال اقتصاد احیا کمزورې ده، چین، جاپان او کوریا جمهوریت د همکارۍ د ژورتیا، د تولید او عرضې ځنځير ثبات د ساتلو په برخو کې ګډې ګټې او اړتیاوې لري. د یادو عواملو په ګډ اثر، د یادو درېیو هېوادونو لوړپوړي تماس بیا پیل شوی.

چین، جاپان او کوریا جمهوریت یو پر بل تکیه کوي او ګډې ګټې لري. چین د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یاده غونډه کې د درېیو خواوو د راتلونکې همکارۍ په اړه یو لړ وړاندیزونه وکړل او و یې غوښتل چې د درېیو خواوو د ازادې سوداګرۍ تړون خبرې اترې دې ژر بیا پیل شي، د ځيرکتیا په شمول د مخکښې تکنالوژۍ په برخه کې دې خپلمنځي همکارۍ نورې پياوړې کړي، د خلکو تګ راتګ او کلتوري تبادلې دې پراخې کړي. څرنګه چې د چین دغه وړاندیزونه د اقتصاد او سوداګرۍ، تکنالوژۍ، کلتور، ټولنې او دوامدار پرمختګ په شمول یو لړ ساحو پورې اړه لري او د درېیو خواوو د ډېرې پاملرنې وړ دي او د همکارۍ پراخ ډګر يې لري، نو د جاپان او کوریا جمهوریت لخوا تود هرکلی ترې وشو.

د چین، جاپان او کوریا جمهوریت ترمنځ د همکارۍ تمایل د خوشالۍ وړ دی، خو باید څنګه دوام ولري؟ شنونکي په اشارې وویل، چې درې خواوې باید بهرنۍ لاسوهنې شنډې کړي. جاپان او کوریا جمهوریت په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د امریکې مهم ملګري دي. واشنګټن په تېرو څو کلونو کې د چین د ځپلو او مخنیوي تګلارې غوره کړې او د جاپان او کوریا جمهوریت اړوندې تګلارې هم تر دې اغېزې لاندې شوې دي. د دغو دواړو هېوادونو په دننه کې هم معقولانه اواز راپورته شوی چې که ماموریت يې پر واشنګټن پسې د چین پر وړاندې ناسمې تګلارې غوره کړي، نو په اخر کې به ځاني ګټو ته زیانونه ورسوي او د ختیځې اسیا سولې او ثبات ته به ستر پټ خطرونه اړوي.

دا عادي کار دی چې د چین، جاپان او کوریا جمهوریت تر منځ توپیرونه او اختلافات موجود دي، او باید یو پر بل سمه پېژندنه وساتي او د اختلافاتو له امله خپلمنځی همکارۍ دې زیانمنې نه شي. چین د جاپان او کوریا جمهوریت دغه عمل درناوی کوي چې له بېلا بېلو هېوادونو سره اړیکې ټينګوي، خو هېڅ اړیکې باید خپل ګاونډي ځپنه یا مخنیوی ونه کړي.

چین، جاپان او کوریا جمهوریت نږدې ګاونډیان او همکاران دي. چین تل له ګاونډیو سره د دوستانه اړیکو ټينګښت تګلارې غوره کړي، هیله ده چې جاپان او کوریا جمهوریت له چین سره ورته اراده څرګندوي او د درېيو خواوو د همکاریزو اړیکو د بیا پیل او ټینګښت وهڅوي.