د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۲۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې کې خبر ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېتې د سياسي بيورو غړی او خارجه وزير وانګ يي به د نومبر په ۲۹ مې نېټې په نيويارک کې د فلسطين او اسرائيل په اړه د امنيت شورا د يوې لوړ پوړې غونډې مشري وکړي.
چين د ملګرو ملتونو د اميت شورا د روانې مياشتې نوبتي رئيسه هېواد دی .
وانګ ون بين ويلي، چې د امنيت شورا ۲۷۱۲م پرېکړه ليک د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روان پړاو د شخړو لومړی تصويب شوی پرېکړه ليک او هم د ۲۰۱۶م کال له پای راهيسې د امنيت شورا لومړی تصويب شوی پرېکړه ليک دی.
د امنيت شورا ياد پرېکړه ليک د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند د راوستلو لپاره هم لاره هواره کړې او د بشري ناورين د پراخېدو په مخنيوي کې يې ډېره مرسته کې ده.
نوموړي زياته کړې، چين د امنيت شورا د روانې مياشتې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه هيله لري، چې د يادې لوړپوړې غونډې په جوړولو بېلا بېلې خواوې د نظريو تبادلې ته وهڅوي او ګډ نظرونه راټول کړي، څو په غزې کې د بشري بحران په ارامولو، د اوربند په راوستلو او د عامو خلکو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي او په پای کې د دوو هېوادونو پلان له لارې د فلسطين مسئله په هراړخيزه، عادلانه او دايمي توګه هواره کړي.