انټونيو ګوټرېش: اسرائيل او حماس دې هراړخيز بشري اوربند وکړي
CMG2023/11/28 10:58:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د نومبر په ۲۷مې نېټې د خپل وياند له لارې د اسرائيل او حماس ترمنځ د لنډ مهالي اوربند په اړه يوه اعلامیه خپره کړې ده.

ګوټرېش په دغې اعلاميې کې ويلي، ملګرو ملتونو د اسرائيل او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند په درشل کې غزې ته د بشري مرستو کچه پراخه کړې او ځينو شمالي سيمو ته يې مرستې لېږدولې دي.

نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو دغه مرستې د غزې د ۱.۷ میلیونو بې ځایه شویو خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی او هلته يې بشري ناورین مخ په زیاتیدو بللی دی.

د غزې د خلکو، اسرائیلو او لا پراخې سیمې په پار دې د تړون په موخه خبرو اترو ته دوام ورکړی شي څو هراړخيز بشري اوربند تر سره شي.

نوموړي د جنګ له ښکېلو اړخونو يو ځل بیا غوښتنه کړې، چې بې له شرطه او قيده بندیان خوشې کړي.