اسرائيل: حماس د بنديانو څلورمه ډله خوشې کړه
CMG2023/11/28 10:59:36
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د نومبر په ۲۷مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې حماس په همدې ورځ د بنديانو څلورمه ډله خوشې کړې ده.

سره صليب نړيوالې کمېټې د همدې ورځې په ماښام يوولس خوشي شوي کسان اسرائيلي ځواکونو ته سپارلي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونه به د يادو کسانو روغتيايي وضعيت وارزوي او وروسته به یې د دوی کورنيو ته وسپاري.

اسرائيلي ځواکونو بيا د نومبر په ۲۷مې ۳۳ فلسطينيان خوشي کړي دي.

(غاټول)