د سيراليون حکومت په پلازمينې فريتون کې د پوځ پر وسله تون شوی بريد يوه ناکامه کودتا بللې ده.
د سيراليون د معلوماتو او ښوونې وزير چيرنو باخ د نومبر په ۲۸مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې ځواکونو يې د يادې پېښې په تړاو ۱۴ مشکوک کسان نيولي، چې ۱۳ پکې سرتيري او يو ملکي وګړی دي. اوس داسې کسان د پوليسو تر څارنې لاندې دي.
د سيراليون ولسمشر جوليوس ماډابيو د نومبر په ۲۶مې نېټې يوې ټلويزيوني وينا کې وويل، چې نامالومو وسله وسله والو د همدې ورځې په سهار وختي د پلازمېنې فريتون پر وسله تون او زندان بريد کړی، چې له امله یې ګڼ شمېر بنديان تښتېدلي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو بريدګر په شا تمبولي او د دوی زياتره مشران يې نيولي دي.