سمندر ته د جاپان د فوکوشيما اټومي ککړو اوبو د ایستنې پلان د پېل ۳ میاشتې پوره شوې.
د توکيو برېښنا شرکت په همدې تړاو زيامنو خلکو ته د رسېدونکو زيانونو د معلومولو او تاوان ورکولو بهیر پېل کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ٢٨مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې سمندر ته د جاپان د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د ایستلو مسئله د ټول بشر له روغتيا، نړيوال سمندري چاپېريال او د نړۍ له عامه ګټو سره تړاو لري.
نوموړي ويلي، جاپان بايد د يادې مسئلې په اړه نه يوازې خپلو کورنيو اندېښنو ته جدي پام وکړي، بلکې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو اندېښنو ته هم بايد جدي پاملرنه او له ټولو خواوو سره مسئولانه او رغنده خبرې وکړي او د زيانونو د درک او تاوان ورکولو په شمول ځينو غوښتنو سره يې بايد جدي چلند وکړي.