د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جین پینګ د نومبر له ٢٨مې نېټې څخه تر ٢٩مې نېټې پورې له شانګهای ښار څخه لیدنه وکړه. هغه د شانګهای د فیوچرس ایکسچینج(SHANGHAI Futures Exchange)، د شانګهای د ساینس او ټېکنالوژۍ د نوښت لاسته راوړنې نندارتون او په مین هانګ سیمه کې د نوې زمانې د ښار جوړوونکو او اداره کوونکو له کورونو څخه لیدنه وکړه تر څو د نړیوال پولي مرکز په توګه د شانګهای د سیالۍ توان د پياوړتیا، د نړیوال ساینس او ټيکنالوژۍ د نوښت مرکز د جوړولو بهیر د چټکتیا او د ارزانه کرایې وړ کورونو د جوړولو په اړه معلومات تر لاسه کړل.