برېټانیا باید د تاریخي اثارو د بېرته ورکونې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو غوښتنې ته جدي پاملرنه وکړي
CMG2023/11/29 11:41:52
شريکول:

د برېټانیا موزیم چې په لندن ښار کې واقع دی، له تاریخي اثارو څخه ډک دی، د پراخې غلا نښه ګڼل کېږي. څرنګه چې د دې موزیم له څه باندې ۸ میلیونو تاریخي اثارو څخه زیاتره له نورو هېوادونو څخه غلا شوي دي. بېلا بېلو هېوادونو له زیاتو کلونو راهیسې په دوامداره توګه له برېټانیا څخه وغوښتل چې غلا شوي تاریخي اثار دوی ته بېرته ورکړي.

د یونان صدراعظم کریاکوس میتسوتاکیس د نومبر له ۲۶مې له برېټانیې څخه لیدنه پیل کړه، هغه له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، یونان له برېټانیې موزیم څخه وغوښتل چې یوه لویه ډبرینه مجسمه بېرته یونان ته ورکړي، څرنګه چې دغه مجسمه څه دپاسه ۲۰۰ کاله مخکې د برېټانیې ډيپلومات لخوا پرې شوې او لندن ته یې لېږدولې وه. د برېټانیې حکومت ور پسې دغه ډبرینه مجسمه اخیستې او په دې سره د یونان هنري اثر په برېټانیه موزیم کې پاتې شوې. یونان له ډېرې مودې راهیسې له برېټانیې څخه غوښتل چې دغه مجسمه بېرته ورکړي، خو تل یې د رد ځواب ورکړی دی.

برېټانیا په تاریخ کې یو اروپايي یرغلګر تیر شوی چې په بهر کې ډېر زیات مستعمرې لري، د برېټانیې موزیم د دغه هېواد د استعماري تاریخ یو موزیم هم دی. په دغه موزیم کې زیاتره تاریخي اثار پر نورو هېوادونو د برېټانیې د تېري او غلا عملیاتو شواهد دي. له دې جملې څخه د چین ۲۳ زره تاریخي اثار هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان د یوې شمېرې له مخې، د چین شاوخوا 1.64 میلیونه تاریخي اثار په نورو هېوادونو کې پاتې دي او د برېټانیې موزیم له هغو موزیمونو څخه یو دی چې زیات چیني تاریخي اثار پکې شته دي. د برېټانیې حکومت دغو تاریخي اثارو ته قانوني هویت ورکړی، خو په حقیقت کې دغه تاریخي اثار د جګړې، غلا کېدو او تور بازار کې د اخیستنې له لارې يې تر لاسه کړي دي.

د چین په شمول ډېرو هېوادونو د خپلو تاریخي اثارو د بېرته غوښتلو لپاره ډېر کوښښونه کړي دي. خو برېټانیې تل د تاریخي اثارو خوندیتوب د ساتلو په پلمه د دغو هېوادونو غوښتنې رد کړې. د دغه هېواد پارلمان په ۱۹۶۳م کال کې د برېټانیې موزیم قانون جوړ کړ او د قانون جوړونې له لارې نورو ته د تاریخي اثارو بېرته ورکونه منع کوي.  

د سږ کال په تېر اګست کې د برېټانیې په موزیم کې شاوخوا ۲ زره تاریخي اثار تري تم شوي او ځينې يې حتی د انلاین پلورنې په حال کې دي. له دې امله د برېټانیې موزیم د تاریخي اثارو د ساتلو توان تر شک لاندې دی او د چین په شمول ډېرو هېوادونو یو ځل بيا ترې وغوښتل چې تاریخي اثار دوی ته بېرته ورکړي.

تاریخي اثار د یو هېواد او ملت د هنر او کلتور نښه ده او پکې د خلکو تاریخي احساسات او کلتوري یادونې شاملې وي. مختلفو هېوادونو له ډېرو کلونو راهیسې په دوامداره توګه له برېټانیې څخه د خپلو تاریخي اثارو د بېرته ورکونې غوښتنې کړې، د خپل هېواد او ملت هنر او کلتور د ساتلو عمل دی او د استعمار ضد د نړیوالې کړنې یوه برخه هم ګڼل کېږي.

د جرمني حکومت په ۲۰۲۲م کال کې نایجریا ته د (Benin Bronzes) بینین برونزو تاریخي اثار بېرته ورکړي. د برېټانیې خبریال فلیپس د یوې لیکنې په خپرولو سره ویلي چې په برېټانیا موزیم کې هم د نایجریا بینین برونزو ساتل شوي، د جرمني د دې کړنې په اثر، برېټانیا دغه واقعیت نه شي ردولی چې دغه تاریخي اثار یې غلا کړي وو. نایجریا هم له برېټانیې څخه د بینین برونزو د بېرته ورکونې غوښتنه کړې ده.

د استعمار زمانې پای ته رسېدلې. برېټانیا باید د تاریخي اثارو د بېرته ورکونې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو غوښتنې ته جدي پاملرنه وکړي او په نږدې وخت کې دغه غلا کړي اثار اصلي هېوادونو او سیمو ته بېرته ورکړي.