حماس ۱۲ اسرائيليان او اسرايئلي پوځ ۳۰ فلسطينيان خوشي کړي
CMG2023/11/29 11:18:57
شريکول:

د اسرائيل پوځ د نومبر په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې حماس د بنديانو ۵مه ډله يانې ۱۲ تنه خوشي کړي دي.

د فلسطين رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو ۳۰ فلسطينيان خوشي کړي دي.

 د اسرائيل پوځ په يادې اعلاميې کې ويلي، چې ۱۲ خوشې شوي کسان اسرائيل ته رسيدلي او د پوځيانو او استخباراتي کارکوونکو په ملتيا يې بدني معاينې ترسره کړې دي او وروسته به خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

اسرائيلي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په يادو ۱۲ کسانو کې لس اسرائيليان او دوه ټايلنډيان شامل دي.