لي چيانګ د عرضې ځنځير د لومړي نړيوال نندراتون پرانېستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/11/29 12:24:59
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د عرضې ځنځير د لومړي نړيوال نندراتون په پرانيستونکو مراسمو او د غرصې نړيوال ځنځير د نوښت او پرمختګ په فورم کې ګډون کړی دی.

لي چيانګ ويلي، چين د زمانې له غوښتنې سره سم او د ټولو خواوو ترمنځ د پياوړو تبادلو، ژورو همکاريو او د ګډ پرمختګ د پرمخبېولو په هدف د عرضې ځنځير د يوې نړيوالې صحنې په جوړولو لګيا دی.

د نوموړي په وينا، چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره په ګډه د نړيوال صنعتي ځنځير او د عرضې نړيوال ځنځير د لا پياوړتيا، اغېزمنتيا او خوځښت لپاره کوښښونه وکړي او د نړيوال اقتصاد د بيارغونې، پرمختګ او سمسورتيا لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي.

لي چيانګ د صنعتي او د عرضې ځنځیرونو په برخه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په پار څلور وړانديزونه کړي:

۱ـ بېلا بېلې خواوې دې په ګډه خوندي او ثابت صنعتي او عرضې ځنځيرونه جوړ کړي.

۲ـ بېلا بېلې خواوې دې په ګډه اغېزمن صنعتي او عرضې ځنځيرونه برابر کړي.

۳ـ بېلا بېلې خواوې دې په ګډه پرانيستي او ټولشموله صنعتي او عرضې ځنځيرونه جوړ کړي.

۴ـ بېلا بېلې خواوې دې په ګډه د متقابلو ګټو پر بنسټ صنعتي او عرضې ځنځيرونه جوړ کړي.

(ژباړه: شکريه)