د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۲۸مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د روانې مياشتې په پای کې به په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د کوپ ۲۸(COP28) غونډه تر سره شي او برخوال به یې د پاريس تړون لومړۍ نړيواله اقليمي احصائيه خپره کړي او په وينا يې، دا احصائیه ډېر مهم پړاوييز اهميت لري.
وانګ ون بين ويلي، عربي متحده امارات د دې غونډې د رئيسه هېواد دی، چین د دوامدار پرمختګ، کم کاربن توليد او اقليمي بدلون پر وړاندې د نړيوالو همکاريو د هڅولو په برخو کې د عربي متحده امارات د مخکښ رول لوړه ستاينه کوي.
چين به له ټولو خواوو سره په ګډه له عربي متحده اماراتو ملاتړ وکړي او د رئيسه هېواد په توګه به خپل رول ولوبوي، څو د اقليمي حکومتوالۍ يو عادلانه، معقول، همکاريز او ګټور نړيوال ميکانيزم جوړ شي.
د بل خبر له مخې، د عربي متحده امارات د الدافره فوټوولټیک برېښناکوټ، چې د قرارداد چارې يې د چیني شرکت پر غاړه وې، په دې وروستیو کې بشپړ شوی دی.
عربي متحده امارات دغه برېښناکوټ خورا مهم بللی دی.
د مالوماتو له مخې، الدافره برېښناکوټ د ۲۰۰ زره کورنيو لپاره برېښنا چمتو کړي، په دې سره به هر کال د کاربن ایستنې اندازه ۲.۴ ميليونه ټنه کم شي او د عربي متحده امارات د انرژۍ په جوړښت کې به د پاکې انرژۍ انډول تر ۱۳ سلنې زيات شي.
(ژباړه: شکريه)