فنلنډ به روسیې سره ټول سرحدي بندرونه وتړي
CMG2023/11/29 11:12:54
شريکول:

د فنلنډ حکومت د نومبر په ۲۸مې نېټې اعلان کړی، چې د همدې مياشتې د دېرشمې نېټې د شپې له ۱۲ بجو څخه د ډسمبر تر ۱۳مې نېټې له روسيې سره د راجا يوسيپي سرحدي بندر وتړي.

دا د فنلنډ په ختيځ کې له روسیې سره يوازینی پرانیستی سرحدي بندر دی.

که دغه بندر هم وتړل شي، نو دا په دې مانا ده، چې د فنلنډ- روسیې ترمنځ ټول ځکمني بندرونه به وتړل شي.

د فنلنډ لومړي وزیر اورپو په همدې ورځ په یوې مطبوعاتي غونډې کې د ياد بندر تړل د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره اړین او مناسب اقدام بللی دی او په خبره يې، د فنلنډ حکومت له روسیې سره ځکه بندرونه تړلي، چې د هېواد سرحدي وضعیت يې بيا عادي حالت ته راوګرځي.

د فنلنډ کورنیو چارو وزیر رانتانین ويلي، چې د اړتیا په صورت کې ښايي د بندر تړلو موده نوره هم وغځول شي.

(ژباړه: شکريه)