د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د نومبر په ۲۸مې نېټې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي ګوټرېش سره کتلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې نړۍ د فلسطین او اسرائيل تر منځ د روانې شخړې په اړه د ملګرو ملتونو رول او عمل ته پام کوي.
نوموړي ويلي، چين د روانې مياشتې د نوبتي رئیسه هېواد په توګه له عربي هیوادونو او اړوندو خواوو سره نږدې تماسونه ساتلي دي. د عربي او اسلامي هیوادونو بهرنیو چارو وزيرانو پلاوي په دې وروستيو کې له چين څخه ليدنې کړي او دواړه خواوې د امنيت شورا د اړوندې عالي غونډې د ژر ترسره کېدو په اړه هوکړې ته رسیدلي او په دې تمه دي چې امنيت شورا په دې اړه واحد او روښانه دريځ څرګند کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د امنيت شورا ٢٧١٢م پرېکړه ليک د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند د هڅولو لومړی ګام و او اوس مهمه دا ده، چې ايا روان لنډمهالی اوربند وغځول شي کنه او په خبره يې، د چین دریځ روښانه دی، لومړی د جنګ اور بايد بيا پورته نشي، دوهم بشري مرستې بايد له خنډ پرته غزې ته ورسول شي.
ګوټرېش د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې د سياسي حل او د بشري وضعيت د ښه والي په پار د چين د رغنده رول ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه د دوو دولتونو لايحې (two state-solution) د عملي کولو او د فلسطین مسئلې د بشپړ حل ټينګ ملاتړ کوي او په خبره يې، امنیت شورا د همدې مسئلې د حل لپاره لویې اجماع ته سترګې په لار ده.